د اروپا د فوټبال په سیالیو کې ایټالیا جرمني ته ماته ورکړه

ایټالیا تېره شپه دوه د یوه په وړاندې د جرمني په ماتولو سره ځان د اروپا د فوټبال د ۲۰۱۲ کال د اتلولیو فاینل ته ورساوه.

په دې لوبه کې چې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې وشوه، د ایټالیا اتل لوبغاړی، ماریو بالوتېلي Mario Balotelli و، چې د لوبې په لومړۍ نيمايي کې يې دوه ګولونه ووهل.

جرمني د لوبې په وروستیو شېبو کې یو ګول هغه مهال وواهه چې د پېنالټي د یوې ضربې چانس یې ترلاسه کړ، خو نور ډېره ناوخته وه.

ځینو کسانو اټکل کاوه چې جرمني ښايي فاینل ته ورسېږي خو په تېرو اوولسو کلونو کې جرمني لوبغاړو په مسابقو کې کله هم ایټالیا ته ماتې نه ده ورکړي.

ایټالیا به اوس د اروپا د فوټبال د ۲۰۱۲ کال په فاینل کې له هسپانیا سره لوبه کوي. دا لوبه د یکشنبې په ورځ د اوکراین په مرکز کییف کې په پام کې ده.