ازبکستان د ګډ امنیتي تړون په سازمان کې چې د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو جوړه ټولنه ده او د روسیې نفوذ په کې زیات دی خپل غړیتوب فسخ کړ.
د ګډ امنیتي تړون د سازمان CSTO ویاند ″ولادیمیر زین الدینوف″ پرون وویل؛ چې ازبکستان دې سازمان ته په یو استول شوي لیک کې د دې سازمان په فعالیتونو کې د خپل غړیتوب د ځنډولو خبر ورکړی.
د آزادۍ راډیو د تاجکي څانګې د خبر له مخې، تاشکند CSTO ته د خپل غړیتوب د فسخ کولو خبر څلور ورځې مخکې ورکړی و او ویلي یې وو، چې دې ټولنې ازبکستان له پامه غورځولی او نظریاتو ته یې غوږ نه نیسي.
ازبکستان له دې مخکې په ۱۹۹۹م کال کې هم په دې سازمان کې خپل غړیتوب ځنډولی و، خو په ۲۰۰۶ کال کې یوځل بیا هغه مهال په کې غړی شو؛ چې د ۲۰۰۵ کال په مې میاشت کې، په ختیځ اندیجان ښار کې د خلکو د اعتراضونو د بېرحمانه ځپلو په خاطر له نړیوالو اعتراضونو سره مخامخ شو.
د ګډ امنیتي تړون په سازمان کې پرته له ازبکستانه د پخواني شوروي اتحاد پنځه نور جمهوریتونه: ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان هم غړیتوب لري.