د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکو د دې ولایت په ارګون ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د افغان او نړیوالو ځواکونو د سختو نښتو خبر ورکړی.
د پکتیکا د امنیې قوماندان مل پاسوال دولت ځدراڼ آزادۍ راډیو ته وویل؛ نښته پرون وروسته له هغه پیل شوه، چې یوې وسله والې ډلې د ارګون ولسوالۍ په پېرکوتي سیمه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ګډه ګزمه برید وکړ.
د امنیه قوماندان په وینا په دې نښته کې ٩ تنه وسله وال ووژل شوي؛ خو ګډو ځواکونو او د سیمې خلکو ته زیان نه دی اوښتی.