د حماس سخت دریځې ډلې یو غړی د سوریې په دمشق کې وژل شوی

د فلسطینیانو سخت دریځه ډله حماس وايي، یو غړی یې د سوریې په مرکز دمشق کې وژل شوی دی.

د حماس د جګپوړو غړیو په قول خبري اژانسونو ویلي چې کمال حسین غناجي د چهارشنبې په ورځ وژل شوی دی.

دوی دغه راز ویلي، شک لري چې په دې قتل کې به د اسراییلو استخبارات(موساد) لاس ولري.