د امریکا د دفاع وزارت مرستیال د هلمند والي سره غونډه وکړه

د امریکا د دفاع وزارت د پلان جوړولو مرستیال جیمزاین میلر نن هلمند ته تللی ترڅو د دغه ولایت د امنیتي حالاتو جاج واخلي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، چې ″میلر″ د هلمند له والي ګلاب منګل سره د امنیتي مسولیتونو د انتقال په دریم پړاو او ځینو نورو مسالو خبرې وکړې.

ګلاب منګل خبریالانو ته وویل، میلر ورسره ژمنه وکړه، چې هیواد به یې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.