مسکو له یوکراین سره د ګازو له اوسني قرارد پر ساتنه ټینګار کوي

د روسیې د طبیعي ګازو د شرکت ( ګازپروم ) ریس وايي، مسکو له یوکراین سره د ګازو د اوسني قرارد پر ساتنه ټینګار کوي.

الکسي میلر دا خبره د کیف په ښار کې کړې ده. له دې یوه ورځ مخکې د روسیې د صدراعظم ډیمیټري میډویډیف په مشرۍ یو روسي پلاوي د یوکراین له حکومت سره خبرې کړې وې.

د یو کراین د هغو بیا بیا غوښتنو سره چې د روسیې سره یې د ګازو پر قرارداد د بیا کتنې په اړه کړې وې روسیې تر اوسه په دې برخه کې خپل دریځ نه دی بدل کړی.

وروسته له هغې چې یوکراین ونه توانیده له مسکو څخه تخفیف تر لاسه کړي، هڅه یې وکړه چې د ګازو واردات کم کړي. خو د روسیې د ګازپروم شرکت ریس وايي په دې اړه هم کومه موافقه نه ده شوې :

″له یوکراین سره زموږ قرارداد تر اوسه هم ټینګار کوي چې هر کال دوه پنځوس میلیارده مکعبه ګاز له روسیې دې هیواد ته ولیږدول شي. ددې اندازې د کمولو په اړه هیڅ ډول توافق نه دی شوی، موږ د همدې قرارداد سره سم کار کوو. ″