په کونړ کې د پنځمې ورځې لپاره یو شمېر خلکو چې د حج فریضې ته د کسانو د لیږلو په بهیر انتقاد لري، مظاهره وکړه.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې په څوکۍ ولسوالۍ کې په لسګونو کسانو مظاهره کړې وه او د څو ساعتونو لپاره یې د اسعد اباد- جلال اباد لاره تړلې وه.
دوي وايي، چې د کونړ والي او ولایتي شورا د حج فریضې ته د کسانو په ټاکلو کې درغلۍ کړي دي.
خو د کونړ والي فضل الله وحیدي د دوي ادعا ردوي او وايي، چې کونړ ته له سره د حج برخه کمه ورکړل شوې ده، چې باید زیاته شي.
د نوموړي په وینا سږ کال کونړ ته د حج د فریضې لپاره د ۴۲۰ کسانو برخه ورکړل شوې ده.