د پکتیا چارواکي وايي، چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې اته ویشت وسلوال مخالفین وژل شوي دي.
د پکیتا د والي د دفتر رئیس حشمت الله یوسفي ازادۍ راډیو ته وویل، چې تیره شپه په دغو عملیاتو کې اته وسلوال مخالفین په ځاخي اریوب او شل نور په ځمکنیو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د وسلوالو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په دغو عملیاتو کې یوازې د پنځو وسلوالو طالبانو وژل کیدل مني.
نوموړی ادعا کوي، چې نن غرمه مهال په څمکنیو کې د بهرنیو ځواکونو په یوه کاروان په برید کې یو شمېر بهرني عسکر وژل شوي دي.
خو چارواکي دده ادعا ردوي.