لږ تر لږه اوه تنه د بغداد په لمنو کې د سړک د غاړې دوو چاودنو وژلي

لږ تر لږه اوه تنه د عراق د مرکز بغداد په لمنو کې د سړک د غاړې دوو چاودنو وژلې دي.

پولیس وایي، چې یوه چاودنه د بغداد په جنوب ختیځ کې له یوه کور سره نن سهار وشوه، بیا چې کله خلک د دې پیښې پرځای راغونډ شول بله چاودنه وشوه. په دې پیښو کې لږ تر لږه د شل تنو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په عراق کې په دوه زره شپږم او اووم میلادي کلونو کې شخړې خورا ډیرې وې او اوس د هغه وخت په پرتله ډیرې لږې شوې دي خو بیا هم وخت په وخت بریدونه کیږي.

په تیرو دوو اونیو کې په عراق کې د بریدونو په ترڅ کې تر یو سل او اتیا ډیر کسان وژل شوې دي.

د رپوټونو له مخې په اکثر دغو وروستیو بریدونو کې د اکثریت شیعه و کسان په نښه شوې دي.