د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد نوي صدراعظم ته دوې اونۍ وخت ورکړی

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد نوي صدراعظم ته دوې اونۍ وخت ورکړی دی څو له سویسي چارواکو وغواړي چې د ولسمشر زرداري د اختلاس دوسیه رابرسیره کړي.

د سترې محکمې مشر افتخار چودري نن وویل، دی هیله لري چې نوی صدراعظم راجا پرویز اشرف به د اداري فساد تحقیقات پیل کړي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې اشرف به چې د حاکم ګوند پیپلز غړی دی، سترې محکمې ته څه ځواب ورکړي.

پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني د سترې محکمې همدا غوښتنه نه وه منلې چې د جون په نولسمه له واکه لري شو.

د پاکستان پیپلز ګوند وایي، چې ولسمشر تر هغو له قانوني تعقیبه خلاص دی چې واک ولري.