د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د دریو اروپایي هېوادو سفر پیل کړ.
د هیلري کلنټن د خبرو د اجنډا په سر کې د سوریې شخړې دي.
میرمن کلنټن فنلنډ، لاتویا او روسیې ته ځي. دا سفر نن د فنلنډ له مرکز هیلسنکي څخه پیل شو.
دا سفر د شنبې په ورځ په جینوا کې د سوریې په اړه تر جوړیدونکې غونډې مخکې پیل شوی.
د جینوا په غونډه کې به د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړیو هېوادو د استازیو ترڅنګ د سوریې د ګاونډیو هېوادو استازي برخه واخلي.
دیپلوماتان وایي، د جینوا تر غونډې مخکې یو شمېر مهم ټکي لا پاتې دي. متحد ایالات د سوریې له ولسمشر بشار الاسده غواړي چې له واکه لاس واخلي، روسیه بیا له دې سره مخالفه ده.
روسیه همداراز د سوریې د حکومت د ملاتړي هیواد ایران پلوي کوي چې د جینوا په غونډه کې برخه واخلي، خو واشنګتن له دې سره موافقه نه لری.
تمه ده چې هیلري کلنټن د جمعې په ورځ د روسیې په سنت پیترزبورګ ښار کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاروف سره وویني.