د ولسمشرکرزي وړاندیزونه د پوهنې او لوړو زده کړو په نظام کې

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو د نظام د سمون په اړه جوړ شوي یوه سیمنار ته یو لړ مشخص وړاندیزونه کړي دي.

دغه وړاندیزونه د یاد سیمینار په پریکړه لیک کې هم تر ډیره ځای شوي دي.

په وړاندیزونو کې دا هم شامل دي، چې د طب او انجنیرۍ رشتې دې په انګلیسي، فرانسوي او یا هم جرمني ژبو شي او بل دا چې د کانکور په ازموینه کې دې هغو داوطلبانو ته برخه ورکړل شي، چې په ښوونځیو کې یې د وروستیو دریو کلونو د نومرو اوسط له ۶۵ نه لوړ وي.

موږ د دې اونۍ په بحث کې په همدغو وړاندیزونو خبرې کوو، زموږ سره د کابل په سټیډیو کې میلمانه دي:

۱- د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنیکي زده کړو مرستیال محمد اصف ننګ
۲- د ولسي جرګې غړې ناجیه بابکرخیل ارګونوال
۳- د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي استاد پوهنمل امیر محمد کامه وال.

د پروګرام چلوونکی احمدزبیر ژمن دی:

Your browser doesn’t support HTML5

د اونۍ ګردی میز