د ایرو زون د ۴لویو اقتصاد لرونکو هېوادون به تر سرمشریزې دمخه خبرې وکړي

ټاکل شوې چې د ایرو زون د څلورو لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو فرانسې، جرمني، ایټالیا او هسپانیا د مالیې وزیران په پاریس کې د اروپایي اتحاديې تر سرمشریزې دمخه خبرې کوي.

دغه سرمشريزه د جون پر اته ویشمه او نهه ویشتمه جوړیږي، تمه ده چې د دې غونډې مشران به په ایروزون کې د پورونو د ډېر خراب بحران په اړه د اقداماتو په باب خبرې وکړي. یو راپور چې د اورپایي اتحاديې او د ایرون زون د څو مشرانو له خوا برابر شوى، چې د راتلونکې لسيزې لپاره د اقتصادي پاليسۍ او بودجوي مسايلو په خاطر د مالي سکټور د مرکزي کولو پېشنهاد په کې شوى.

د اروپایي کمیسيون مشر ناموويل باروسو پرون په بروکسل کې څرګندونې وکړې:

”د یوه عمومي اقتصادي څار لپاره زما په نظر موږ يوې بانکي او يوې مالي اتحاديې ته اړتيا لرو، دغه راز د يوې سياسي اتحاديې پر لوري وړاندې تګ ته ضرورت لرو“

باروسو چې په بروکسل کې د اروپایی پالیسی په مرکز کې خبرې کولی وویل د ایرو زون کړکیچ تر جګړي وروسته رامنځ ته شوی اروپایی اتحاديي ته تر ټولو لوی خطر دي .