د افغانستان له نولس کلنۍ څخه د کم عمره ځوانانو د کرکټ تیم وروسته له هغې چې د اسیایی لوبو سیمې فاینل ته لاره پیدا کړه سبا (پنجشبنه) ته به د پاکستان د نولس کلنو ځوانانو له ټیم سره لوبه کوي.
افغانستان پرون په مالیزیا کې بنګله دېش ته چې قوي سیال یې بلل کېده، په سیالۍ کې ماتې ورکړه او د اسیایي مسابقو سیمې فاینل مرحلې ته ورسید.
په پرونیو لوبو کې چې د مالیزیا د کوالالامپر کې وشوه، جاوید احمدي چې د افغان ټیم کپتان دی وکولای شول چې یو اویا نومرې تر لاسه کړي او د خپل ټیم په بریالیتوب کې لویه ونډه واخلي.
په بله لوبه کې چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ ترسره شي هند به د سریلانکا له ټیم سره لوبه وکړي.