ټاکل شوي چې د ایروساحې څلور ستر هیوادونه جرمني، فرانسه، ایټالیا او هسپاینه، په روانې اوونۍ کې د اروپایي اتحادیې له غونډې مخکې، نن په پاریس کې خبرې وکړي.
د اروپایي اتحادیې مشران به د جون په ۲۸ مه او ۲۹ مه، د ایرو ساحې د مخ په زیاتیدونکې مالي بحران د حل پر لارو چارو خبرې وکړي.
راپورونه وایي، دا به شلم ځل وي، چې د اروپایي اتحادیې مشران د دې بحران د حل په اړه چې د ۲۰۱۰ کال په لومړیو کې له یونان څخه پیل شو، غونډه کوي.
نړیوالو موسسو وروسته له هغې د هسپانیې د ۲۸ بانکونو د اعتبار اندازه ټیټه اعلان کړه؛ چې هسپانیې د دوشنبې په ورځ د خپلو بانکونو لپاره په رسمي ډول، د مالي ضمانت یا پور غوښتنه وکړه.
په عین حال کي قبرص هم اعلان وکړ، چې د خپلو بانکونو لپاره مالي مرستې ته اړتیا لري. دا هیواد د یونان د پورونو او اقتصادي بحران له وجې هم ځپل شوی دی.
له قبرص مخکي، یونان، پرتګال، ایرلنډ او هسپانیې د ایرو ساحې له متحدانو څخه د عاجلو مالي مرستو غوښتنه کړې وه.