د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین په سېمې کې د مسکو د نفوذ پراخولو په مقصد د لویدیځې غاړې بیت الحم ښارګوټې ته رسیدلی دی.
تمه ده، چې پوتین به د فلسطینې ادارې له مشر محمود عباس سره وګوري او د اسراییلو او فلسطینیانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه به چې له څلورو کلونو راهیسې په ټپه ولاړې دي، بحث وکړي.
روسیه د امریکا له متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې سره د منځنې ختیځ د څلور سترو مرکچیانو په ډله کې ده.
د روسیې جمهور رییس، منځني ختیځ ته خپل سفر د دوشنبې په ورځ له اسراییلو څخه پیل کړ او اسراییلې مشرانو ورته وویل، پر ایران باید فشارونه زیات کړي تر څو دا هیواد خپل اټمي پروګرام بند کړي. اسراییل د ایران اټمي پروګرام خپل موجودیت ته ګواښ بولي.
د روسیې جمهور رییس به له فلسطینې مشرانو سره له کتنې وروسته، اردن ته لاړ شي او هلته به د هغه هېواد له پاچا عبدالله سره وګوري.