د نیویارک د نړېوالې سوداګرۍ مرکز د نوې ودانۍ ساختماني چارې بشپړې شوې

د امریکا په نیویارک ښار کې د نړیوالې سوداګرۍ د نوې ودانۍ پر سر، وروستنی پولادي تېر واچول شو او په دې توګه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو کې د ورانو شویو ودانیو پر ځای کې، د لومړۍ نوې ودانۍ د ساختمان چارې بشپړې شوې.

د دوشنبې په ورځ، کاریګرو د نوې، ۷۲ پوړېزې ودانۍ پر سر د امریکا بیرغ پورته کړ او تمه ده؛ چې د ۲۰۱۳ کال په مني کې به د نړیوالې سوداګرۍ د دفترونو د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.

ټاکل شوي، چې د سپټمبر د ۱۱ مې تروریستي حملو کې د ورانو شویو ودانیو په ځای کې، درې نورې ودانۍ هم جوړې شي او دا ټولې ودانۍ به د نړیوالې سوداګرۍ له ودانیو څخه جګې وې.

د نړیوالې سوداګرۍ دوې جګې ودانۍ د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه، هغه مهال وغورځيدلې چې د القاعده شبکې کسانو تښتول شوي الوتکې ورسره وجنګولې.