جنوبي کوریا او اورپايي ټولنې له ایران څخه د تېلو واردول بندوي

جنوبې کوریا وایي، له ایران څخه د خامو تیلو واردول به د جولای له لومړۍ نیټې څخه بند کړي او دا ځکه چې اروپایي اتحادیې پر هغو تیل وړونکو بیړیو باندې بیمه بنده کړې چې له ایران څخه تیل انتقالوي.

دا اعلان د جنوبې کوریا د اقتصاد، مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو په یوې ګډې اعلامیې کي شوی او په دې توګه جنوبې کوریا په آسیا کې د ایران د تیلو د مشتریانو لومړنی هیواد دی؛ چې له دغه هیواد څخه یې د تیلو پیرل بند کړل.

د تیلو د انتقال سترې بیړۍ د لویدیځو کمپنیو له خوا د ټپې کیدو او چاپریال ساتنې لپاره بیمه کیږي.

د اروپایي اتحادیي حکومتونو د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول، د جولای له لومړۍ نیټې څخه د ایران د تیلو واردول بند اعلان کړل او خبرداری یې ورکړ، که چیرې تهران د خپلو اټمې فعالیتونو د محدودولو په اړه د نړیوالو له غوښتنو څخه سرغړونو ته دوام ورکړې، نور فشارونه به هم ورباندې واچوي.