په کونړ کې خلکو حج ته د دوی د کمې ورکړل شوې ونډې پر ضد مظاهرې وکړې

په کونړ کې د څلورمې ورځې لپاره نن بیا مظاهره شوې، چې له امله یې د کونړ او جلال اباد لاربنده شوې ده.

په سیمه کې د آزادۍ راډیو خبریال وایي، چې د دغو مظاهره کوونکو غوښتنه دا ده، چې باید د دوی د حج اخستل شوې ونډه بېرته ورکړل شي.

د کونړ ولایت د نورګل، خاص کونړ، څوکۍ، ترنګ او سړکانو ولسوالیو اوسیدونکي وایي، چې د دوی د حج په ونډه کې درغلی شوي.

دغه مظاهره کوونکي وایي، چې که د دوی حقونه ورنه کړل شي، نو دوی به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.