د خوست د والي په دیني سلاکار او د دې ولایت د سولې د عالي شورا په غړي مفتي حبیب الرحمن باندې د ماین چاودنه شوې.
د خوست د ملي امنیت یو مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ آزادۍ راډیو ته وویل، چې دا پیښه تیره شپه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې مفتي حبیب الرحمن له دندې کورته روان و.
ده وویل، چې نوموړی سخت ټپي شوی او د درملنې لپاره یو خصوصي روغتون ته وړل شوی دی.
مفتي حبیب الرحمن چې یو دیني عالم دی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال و او څو کاله کیږي، چې له دولت سره یو ځای شوی او دا مهال په دیني چارو کې د خوست د والي عبدالجبار نعیمي سلاکار دی.