ټاکل شوې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین، د فلسطین د ملي ادارې تر واکمنۍ لاندې قلمرو ته له تلو وروسته، نن اسراییلو ته خپل سفر پای ته رسوي. پوتین به په بیت الحم کې د فلسطینۍ ادارې له مشر محمودعباس سره کتنه وکړي.
په نړیوالو چارو کې د ولسمشرپوتین سلاکار یوري اوشاکوف پرون په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل؛ چې د دواړو مشرانو د بحثونو محور به د روان کال په پیل کې په عمان کې د اسراییلي او فلسطیني ډلو ترمینځ د مستقیمو تماسونو په رڼا کې د دواړو ترمینځ د سولې د خبرو امکانات وي.
ولادیمیر پوتین پرون له اسراییلي مشرانو سره په خبرو کې د سوریې د کړکېچ او د ایران د اټمي پروګرام پر موضوعاتو بحث وکړ. تمه ده چې پوتین به فلسطیني قلمرو ته له تلو وروسته اردن ته ولاړ شي.