پاکستان: وسله والو کسانو د یوه خصوصي تلویزیو پر دفتر ډزې وکړې

وسله والو کسانو پرون (دوشنبې ) په کراچې کې د یوه خصوصي تلویزیون په دفتر ډزې وکړې چې په نتیجه کې د دغه تلویزیون د ودانۍ یو ساتونکی او یو کار کوونکی ټپیان شول.

پولیسو وویل، په دوو موټرساییکلو سورو څلورو کسانو د ″آج نیوز″ د ټلویزیون په ودانۍ ډزې وکړې او مخکې له دې چې وتښتي ځینې موټرونه یې هم ویجاړ کړل.

د ″آج نیوز″ ډاریکټر رشید محمود وویل، چې دغه تلویزیون مخکې د کومې ډلې له خوا نه وو ګواښل شوي.

خو په هرحال د تحریک طالبان پاکستان یو ویاند احسان الله احسان د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې آج نیوز د دولت او اردو د څرګندونو ترڅنګ د طالبانو نظراو خبره هم خپره نه کړي، نو بیابه هم له داسې بریدونو سره مخامخ شي.