سوریې د ترکيې په یوې بلې الوتکې هم ډزې وکړې

انقره وایي، سوریې د ترکيې په یوې الوتکې چې د هغې الوتکې د ژغورنې او پلټنې د عملیاتو لپاره استول شوې وه؛ چې تیره اونۍ د سوریې د ځواکونو له خوا نسکوره شوه؛ هم ډزې وکړې.

خبري آژانسونو د دوشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارووزارت د یوه چارواکي له قوله وویل؛ چې په الوتکې ډزې وشوې خو نسکوره نه شوه او مجبوره شوه؛ چې بېرته خپلې اډې ته ستنه شي.

دغه چارواکي وویل، چې ترکيې سمدلاسه سوریې ته خبر ورکړ، چې د دوی ځواکونه د ژغورنې په عملیاتو برید کوي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال له دې مخکې ویلي وو، چې د سوریې د دښمني دغه اقدام به بې سزا پاته نه شي.

انقره وایي، چې د دوی الوتکه په نړیوال فضایي قلمرو کې را نسکوره شوې او د ناټو له غړو هیوادونو یې غوښتي؛ چې د پیښې د څیړنې لپاره د سې شنبې په ورځ عاجله غونډه وکړي.

د ترکیې د صدراعظم مرستیال او د حکومت ویاند ″بولند آرینچ″ پرون په دې اړه وویل:

″په دې کې شک نشته چې ترکیې له څلورمې او پنځمی مادې سره سم ناټو ته درخواست کړی. هرڅوک باید په دې پوه شي، چې موږ د نړیوال قانون په چوکاټ کې له خپلې وسې سره سم له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلو.

په دې کې له ځانه دفاع، برابري او د دښمن هېواد په مقابل کې د نړیوال قانون هراقدام شامل دی.،،

خو په هرحال د ترکیې د صدراعظم مرستیال زیاته کړه، چې دغه هېواد له سوریې سره د کوم جنګ نیت نه لري.


د ترکیې دولتي رسنۍ وایي، د سوریې د اردو څه د پاسه دېرش منصبداران او عسکر له خپلو کورنیو سره ترکیې ته اوښتي دي.

د دغو عسکرو او د دوی د کورنیو دغړو شمېر ۲۲۰ کسانو ته رسیږي.

په ترکېه کې د سوریې د کډوالو شمېر دېرشو زرو ته رسیدلی دی.