د هند پولیسو د "ابو حمزه" په نوم یو مشکوک تروریست نیولی دی

د هند پولیسو نن وویل، چې د ″ابو حمزه″ په نوم هغه مشکوک سړی یې نیولی دی، چې غالباً د ممبی د تروریستي حملې د هماهنګۍ مسول وو.

څلور کاله مخکې په دې تروریستي حمله کې تر ۱۶۶ زیات کسان ووژل شول او تر درې سوه زیات زخمیان شوي وو.

د هند اژانس (The Press Trust of India) او د بي بي سي سرچینو د ابو حمزه نیول کیدل تایید کړی دي.

ابو حمزه په هند کې زیږیدلی دی او په سید ذبیح الدین مشهور وو.

چارواکو ویلي، چې پر ابوحمزه داسې شک کیږي، چې د پاکستان د افراطي وسله والې ډلې لشکر طیبه غړی دی.

لشکرطیبه د هند په ممبی ښار کې د حملې مسوله ګڼل کیږي.

داسې انګیرل کیږي، چې ابو حمزه هغو لسو وسله والو ته چې په ممبی کې یې پر هوټلونو، د یهودانو پر یوه مرکز او د ریل په اسټیشن کې یې حملې وکړې، په ټلفون لارښونه کوله.