هرات: په یو روزنیز مرکز کې چادونې ۳ ایټالوي عسکر مړه او ټپیان کړل

په هرات کې نن سهار د هاوان د یوې سرګلولې په چاودنه کې یو ایټالیوی سرتیری ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.

د هرات ولایت د ادرسکن روزنیز مرکز قومندان فضل احمد خلیلي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه پیښه په همدې روزنیز مرکز کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ایټالیوي سرتیري د چاودیدونکو موادو او مهماتو پرانتقال بوخت وو.

د ایساف چارواکو هم د هیواد په لویدیځ کې د دریو ایټالیوي سرتیرو مرګ ژوبله تایید کړې ده.