د اروپايي ټولنې مشران په لوګزامبورګ کې د سوریې به اړه غونډه کوي

د اروپايي اتحادیې د بهرنیوچارو وزیران به نن په لوګزامبورګ کې سره وګوري.

د بریتانې د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هګ پرون وویل، چې د دوی د خبرو اصلي موضوع په سوریه کې روان بحران دی.

ویلیم هیګ ویلي دي، چې دوی به د مصر پر حالاتو، د عربي نړۍ د ولسي پاڅونونو پر وړاندې د اروپايي اتحادیې پر عکس العمل او پر ایران د بندیزونو پر امکان هم بحث وکړي.

په عین حال کې ټاکل شوې ده، چې سبا د ناټو تړون د سفیرانو غونډه وشي. د ناټوتړون ویلي دي، چې دا غونډه د ترکيې په غوښتنه ترسره کیږي.

ترکیې پرون د ناټو د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه، ترڅو د سوریې له خوا د خپلې جټ الوتکې د ویشتل کېدو مساله بحث ته وړاندې کړي.