ازبکستان د افغانستان په شمال کې د تیلو د ایستلو په چارو کې خنډ جوړوي

افغان امنیتي چارواکي وایي، ازبکستان د افغانستان په شمال کې د تیلو له یوه کان څخه د تیلود ایستلو په چاروکې مداخله کوي.

د ا په داسې حال کې ده، چې پرون په سرپل کې د آمو حوزې د تیلو له یوه کان څخه د تیلو د ایستلو کار په رسمي ډول پیل شو.

یوه امنیتي لوړرتبه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط؛ ازادی راډیو ته وویل، په دې اړه یې چې د ازبکستان استخبارات هڅه کوي په شمال کې د کانونو د استخراخ مخه ونیسي؛ موثق شواهد او اسناد راټول کړي دي.

تردې مخکې جنرال عبدالرشید دوستم تورن شوی و، چې د تیلو د استخراخ هغه چینایي کمپنۍ چې د دغه کان د ایستلو قرارد یې ترلاسه کړی، کارته نه پریږي.

د افغانستان د کانونو وزارت هم په افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو په وړاندې د یوشمېر ګاونډیانو د مداخلې مساله نه ردوي. د دې وزارت ویاند جواد عمر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د سیمې ځینې استخباراتي کړیو د هیواد لویو پروژو ته ګواښونه متوجه کړي دي.

که څه هم تراوسه نه ده څرګنده، چې پر دوستم لګول شوي تورونه د ازبکستان له هڅو سره کوم تړاو لري او که نه؟

خو دغه امنیتي چارواکي وویل، چې ازبکستان د دې کار لپاره په سیمه کې د دوستم ځینوقو مندانانوته پیسې ورکړي دي.