د مصر نوي منتخب جمهور رییس ژمنه وکړه چې د ټول هیواد مشربه وي

محمد مرسي د دولتي ټلویزون له لارې په وینا کې ژمنه وکړه؛ چې دی به د ټولو مصریانو ولسشمر وي.

هغه همداراز وویل، چې انقلاب به ترهغو پورې دوام وکړي، چې ټولې غوښتنې یې پرځای شوې نه وي او ژمنه یې وکړه؛ چې مصر به د ټولو موجودو نړیوالو تړونونو درناوی وکړي.

د مصر د انتخاباتو کمیسیون پرون د ورځې په سرکې مرسي د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ او ویې ویل؛ چې هغه په سلو کې ۵۱،۲۷ رایې ګټلي دي.

د هغه رقیب احمد شفیق چې د حسني مبارک د واکمنۍ وروستی صدراعظم و، په سلو کې ۴۸،۳ رایې ترلاسه کړي دي.

د انتخاباتو کمیسیون دغه راز وویل؛ چې په سلو کې ۵۱،۸ مستحقو رایې ورکونکو په دغو انتخاباتو کې ګډون کړی دی.

د قاهرې په تحریرچوک کې د مرسي لس ګونه زره پلویان راټول شوي وو او کله چې د انتخاباتو نتیجه مستقیماً د ټلویزیون له لارې اعلانېده؛ خوښي او ولولې یې څرګندې کړې.

د نړۍ مشرانو هم د جمهورریس په توګه د مرسي پرټاکنې عکس العملونه څرګند کړي دي.

د امریکا متحدو ایالاتو مرسي ته مبارکي ورکړې او د هغه بریالیتوب یې تاریخي پیښه یاده کړې ده.

سپینې ماڼۍ وویل، د مصرحکومت باید د سیمې په امن، سولې او ثبات کې خپل اساسي رول ته دوام ورکړي.

اسرایلو ویلي، چې د مصر د انتخاباتو د نتیجې درناوی کوي او هیله من دی، چې د مصر له نوې ادارې سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې د موجوده تړون په چوکاټ کې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ پرنوي منتخب ولسمشر غږ کړی؛ چې د مصر په ټولنه کې ملي یووالی پیاوړی کړي او د بشري حقونو درناوی وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، مصر د اسلامي بیداری په وروستۍ مرحله کې دی.