جاپان د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیون سره ۸،۶میلیونه ډالره مرسته وکړه

جاپان د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره نن اته اعشاریه شپږ میلیونه ډالر مرسته وکړه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رییس فضل احمد معنوي نن د دې مرستې د تړون د لاسلیک کولو پرمهال خبریالانو ته وویل، چې دا پیسې به په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د دې کمیسیون د کاري ښه والي په برخه کې ولګول شي.

معنوي څرګنده کړه، چې دوي هڅه کوي ترڅو د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات شفافه او له هر ډول درغلیو پرته ترسره شي.

ټاکل شوې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات په ۲۰۱۴ میلادي کې ترسره شي.