د کونړ د امنیت ریاست وایي، چې اوه تنه وسله وال مخالفان یې نن له غرمې مخکې نیولي دي.
د کونړ د ملي امنیت یوه مسوول چې خپل نوم یې څرګند نه کړ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په نیول شوو کې درې تنه یې پاکستانيان او څلور یې افغانان دي.
په خبر کې ویل شوي، چې نیول شوو کسانو منلې چې څه موده مخکې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې دوه ځان وژونکې حملې هم دوي پلان کړې وې.
د کونړ د ملي امنیت مسوولانو ویلي، چې نیول شوو کسانو غوښتل له اسعد اباد څخه چپې درې ولسوالۍ ته چاودیدونکي مواد ولیږدوي.
په یو بل خبر کې د کندز سیمه ایز چارواکي وایي، چې نن په علي اباد ولسوالۍ کې شپږ تنه وسله وال مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.