د ترکيي جیټ الوتکه د سوریې له سواحلوه ۱۳ مایله لرې په ورځینو تمرینونو بوخته وه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر نن وویل، چې د دوي جنګي جیټ الوتکه د سوریې له سواحلو څخه دیارلس مایله لرې او په ورځینو تمرینونو بوخته وه.

احمد داود اغلو نن د ترکیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي، چې دې فانټوم جیټ الوتکې د ترکیې د رادار سیسټم د فعالیت څرنګوالی یې څرګنداوه، غیر مسلح وه او د سوریې په ضد یې په هیڅ ډول عملیاتو کې برخه نه درلوده.

سوریې ویلي دي، چې الوتکه یې د مدیترانې پر سر د دوي فضايي قلمرو ته تر داخلیدو وروسته وویشته.

د الوتکۍ د پيلوټانو برخلیک لا هم نه دی څرګند شوی.

د ترکیې خلک د دې پيښې په اړه بېلا بېل نظرونه څرګندوي،د استانبول یو اوسیدونکی ایندر دیندار د دې پيښې په اړه وايي:

(سمه ده ، چې د ترکيې جنګي الوتکه ویشتل شوې ده خو ترکیه باید په قهر عکس العمل څرګند نه کړي، ځکه په سوریه کې پوځي مداخله به په خپله یوه لویه مسله وي. )

د استانبول ښار یو شمېر نورو اوسیدونکو د سوریې د دې عمل په وړاندې د شدید عکس العمل غوښتنه کړې ده.