"عبدالکبیر رنجبرد اختطاف او د جنسي تیري په تور ونیول شو"

د ولسي جرګې پخوانې غړې ډاکټر عبدالکبیر رنجبر

د هېواد لویه څارنوالۍ وایي، چې د ولسي جرګې پخوانې غړې ډاکټر عبدالکبیر رنجبر یي د یوې انجلۍ د اختطاف او په هغې باندې د جنسي تیري په تور نیولې دې.

د لویی څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې په ښاغلي رنجبر دا تور خپله د تښتول شوې انجلۍ او د هغې د پلار لخوا لګول شوې او که رښتیا ثابت شي، نو ممکن په عمر قید محکوم شي.

له ښاغلي نظري سره دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د لویی څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري سره مرکه