د مصر د انتخاباتو کميسيون وايي، د تېرې اوونۍ د ولسمشرۍ د بيا ځلي انتخاباتو نتيجه به نن يکشنبې اعلان شي.
د اخوان المسلمين کانديد محمد مورسي او د پخواني ولسمشر حسني مبارک وروستي صدراعظم احمد شفيق په دغو انتخاباتو کې د بريا ادعا کړې ده.
د دغو انتخاباتو لومړنۍ نتيجې د پنج شنبې په ورځ اعلان شوې چې د دواړو کانديدانو د غوښتنو د ارزونې په هدف وځنډول شوې.
په داسې حال کې چې خلک د نتايجو اعلان ته په تمه دي، په زرګونو مصريانو د قاهرې په تحرير ميدان کې مظاهره وکړه، دوى د پوځي شورا د واکمنۍ پر خلاف دي، وروسته تر هغه چې تېره اوونۍ اسلامپاله پارلمان ړنګ شو، دې شورا ځان ته مشروعيت او اجرائيوي صلاحيت ورکړ.
د زقازيق پوهنتون د انجنيرۍ ډيپارتمنت مشر ډاکټر محمد حسن وايي مورسي بايد د انتخاباتو د ګټلو په صورت کې ثابته کړه، چې د ټولو خلکو مشر دى:
”دى بايد دا احساس راژوندى کړي، چې دى د ټولو مصريانو ولسمشر نه دى، د کوم ګوند يا مشخصې ډلې مشر. دى بايد په خپلو پرېکړو او د کابينې په جوړولو يا هم مشرانو په ټاکلو سره دا مسئله ثابته کړي”
داسې اټکل کېږي چې ښايي د انتخاباتو د نتيجو اعلان هم ونه کړاى شي په مصر کې ١٦ مياشتنى سياسي کړکېچ ختم کړي.