په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو ٣٧ کسان وژلي دي

په افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ٣٧ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان او ملګرو ملتونو چارواکي وايي د وروستيو اورښتونو له کبله بهېدلو سېلابونو په ټول افغانستان کې شا و خوا ٣٧ کسان مړه او ځينې نور ټپيان کړي دي.

دغو سېلابونو په سلګونو هکټاره کرنيزه ځمکه هم ويجاړه او ځينې څاروي مړه کړي دي.

د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وايي، يوازې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې ٢٤ کسان مړه شوي دي. په عين حال کې د بدخشان د والي وياند وايي په يفتل ولسوالۍ کې سېلابونو ١٣ کسان مړه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو تنظيموونکې اداره وايي، د سېلابونو په نتيجه کې د ويجاړو شويو سړکونو او لارو له کبله زيانمنو سيمو ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.