بشارالاسد د نوي حکومت د جوړولو فرمان ورکړ

د سوریې دولتې تلویزیون وایي، جمهور رئیس بشار الاسد د نوې حکومت د جوړیدو لپاره فرمان صادر کړ.

دوې میاشتې وړاندې په سوریې کې پارلماني انتخابات شوي وو، خو مخالفانو په کې ګډون نه و کړی.

د سوریې دولتې تلویزیون ویلي، د نوې کابینې مشري به د زراعت وزیر ریاض حجاب چې د اسد قوي او ثابت متحد او د بعث ګوند مهم غړی دی، پر مخ بوځي.

په راپور کې ویل شوي ، د سوریې د بهرنیو چارو اوسنی وزیر ولید المعلم او دغه راز د کورنیو او دفاع چارو وزیران به پر خپلو څوکیو پاته وي .

په عین حال کې مخالفان وایي، د یاغیانو او بشار الاسد ته د وفادارو ځواکونو تر منځ د جمعې د ورځې جګړو کې، لږ ترلږه پنځوس کسان وژل شوې دي.