پکتيکا ولايت

خوشامند ولسوالي

نن پکتیکا ولایت ته ځو چې څه باندې نولس زره کیلومتره مربع مساخت لري. دا ولایت د افغانستان له خوست، پکتیا، غزني او زابل ولایتونو سره پوله لري خو په جنوب کې یې وزیرستان او بلوچستان پراته دي.

د پکتیکا ولایت، چې مرکز یې شرنه ده، په ۲۲ ولسوالیو کې ۴ غیررسمي دي خو د تعلیم، بیارغونې او روغتیا په برخه کې د افغانستان یو تر ټولو وروسته پاتې ولایت بلل کېږي.

ویل کېږي چې په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو مخکې په دې ولایت کې حتی د یوې پخې خښتې په حد کې کار نه و شوی خو په تېرو لسو کلونو کې د دې ولایت د اکثرو دولتي دفترونو ودانۍ جوړې شوي، یوشمېر سړکونه او د ولایت د مرکز ښار رغول شوي خو لا هم پکتیکا د افغانستان یوازینی ولایت دی چې د نجونو یوه لېسه هم پکې فعاله نه ده.
په ټوله پکتیکا کې یوازې یوه ښځینه ډاکتره موجوده ده چې هغه هم په بل ولایت پوري تعلق لري.


Your browser doesn’t support HTML5

ولايت په ولايت - پکتيکا



عصمت څاروان د پروګرام کوربه دى