په فاریاب کې طالب وسله والو د یو کور پنځه ته وګړي وژلي دي

د فاریاب چارواکي وایي، چې د دې ولایت په المار ولسوالۍ کې وسله وال طالبان یوه کور ته ورننوتلي او پنځه کسان یې وژلي.

د المار سرپرست ولسوال صالح محمدصالح ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د دې کورنۍ یوه کس په ملي پولیسو کې دنده درلوده او د حملې پر وخت په کور کې نه و.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د پروان ولایت والي عبدالبصیر سالنګي وايي، چې په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو تر منځ د اختلافاتو د پیدا کېدو له امله د طالبانو دوه قومندانان وژل شوي.

ښاغلی سالنګي وايي، چې د طالبانو تر منځ جګړه د دې ولایت په غوربند ولسوالۍ کې شوې.

خو طالبانو دا خبره رد کړې ده.