د کونړ ولایت پر شیګل ولسوالۍ له پاکستان څخه توغندي ویشتل شوي

د کونړ چاوراکي وایي، چې د دې ولایت د شیګل ولسوالۍ ته د پاکستان له سرحد سیمو څخه درې توغندی راغورځول سوي دي.

د کونړ د والي ویاند واصف الله واصفي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د توغندیو په دې بریدونو کې دوه ولسي خلک ژوبل شوي دي.

که څه هم ښاغلي واصفي په څرګند ډول ونه ویل، چې توغندۍ به د پاکستان له سرحده را توغول شوي وي، خو تر دې مخکې ځايي چاوراکو ویلي وو، چې د کونړ ځني ولسوالۍ په راکټونو د پاکستاني ځواکونو له خوا ویشتل شوي دي.