د پاراګوای جمهور رییس ″فرنانډو لوګو″ له واکه لري شو

د پاراګوای پارلمان د اعتماد صلبولو د عاجلې غونډې په جریان کې د دې هیواد جمهور رییس د ځمکې پر سر د تېرې اوونۍ شخړې له امله چې د پولیسو او بزګرانو په ګډون، ۱۷ کسان په کې وژل شوي وو، بې صلاحیته اعلان کړ.

لوګو چې د رومان کاتولیک عیسویانو د یوې کلیسا پادرې و او ځان یې جمهوري ریاست ته رسولی و، وایي، دا په ده باندې یو ډول کودتاه وه.

د لوګو پر ځای به د هغه مرستیال ″فیډریکو فرانکو″ چې د ده سخت مخالف دی، د پاراګوای د جمهور رئیس دنده پر مخ بوزي.