په غزې کې اوولس تنه د اسراییلي الوتکو په بمبار کې ټپیان شول

رپوټ ورکړل سوی دی چې اوولس تنه وروسته تر هغه نن سهار په غزې کې ټپیان سول چې اسراییلي الوتکو بمباري وکړه.

رپوټونه څرګندوي چې اسراییلي الوتکو د غزې په ښار کې د حماس د امنیتي ځواکونو درې مرکزونه په نښه کړل.

تر اوسه اسراییل د دې برید په اړه څه نه دې ویلي.

دا حمله په دې پسې شوې ده، چې له غزې وسله والو پر اسراییل توغندي ویشتلي دي او مرګ ژوبله یې هم نه ده اړولې.