د پکتیکا ولایتي شورا له امنیتي ځواکونو د ګواشتي تنګي د پرانیستلو هیله وکړه

د پکتیکا د ولایتي شورا غړو له امنیتي ځواکونو هیله وکړه چې ژر تر ژره د ګواشتې تنګی پرانیزي.

دا سیمه چې د وازي خوا، تېروه او وړمامۍ ولسوالي له مرکز ښرنې سره تړي، وسله والو طالبانو نیولې ده.

د پکتیکا د ولایتي شورا منشي عبدالغني پکتین ازادي راډيو ته وویل، که چیرې د ګواشتې په تنګي کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای نه شي له درو ولسوالیو به چې له پاکستان سره نژدې پرتې دي؛ خلک نورو سمیو ته په کډه کولو مجبور شي.

په پکتیکا کې امنیتي مسوولان وایي، چې ژر به د عامه نظم پولیس په سیمه کې ځای پرځای شي څو دا ستونزه هواره شي.