سوریې له ترکیې څخه د دوی د الوتکې د ویشتو له امله بخښنه وغوښته

د بي بي سي د راپور له مخې د ترکیې دولتي خبرې رسنیو ویلي؛ چې سوریې په خپله خاوره کې د ترکیې پر جیت جنګې الوتکې د ډزو له امله بخښنه غوښتې ده.

اناتولیه خبراژانس وايي، د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان خبریالانو ته ویلي؛ دمشق د دې الوتکې د غورځولو له امله بخښنه غوښتې ده. اردغان ويلي په الوتکه دواړه کارکونکي ژغورل شوي دي.

د ترکیې حکومت د جمعې په ورځ ترهغې وروسته چې دې هیواد یوه جنګې الوتکه له سوریې سره نیژدې سرحدي سیمه کې ورکه شوه؛ د کړکیچ په اړه د بحث لپاره غونډه راوبلله.

صدراعظم رجب طیب اردغان وویل، دې الوتکي د جمعې په ورځ سهار کله چې سوریې ته نیژدې د مدیترانې د ساحل پر سر روانه وه؛ د رادار او راډیو یا خبرو ارتباط یې بند شو.

د ترکیې دولتي تلویزیون راپور ورکوي، چې دا الوتکه د سوریې په خاروه کې په اوبو کې نسکوره شوې ده او په ساحلي سیمو کې د الوتکې او سپرلۍ پسي ژغورنکي ډلې لټه کوي.