په بغلان ولایت کې سیلاونو خلکو ته ځاني او مالي تاوان اړولی دی

افغان چارواکي وايي، د سیلاونو له امله یو تن مړ شوي او څه باندې پنځوس جریبه کرنیزه مځکه د بنو، خنجان، دوشي او مرکزي بغلان کې تخریب شوې ده.

خو د سیمې اوسیدونکې وایي، چې دوه تنه مړه شوی او خلکو ته له هغه حده چې حکومتي چارواکي وايي؛ ډیر زیات زیان رسیدلی دی.

په بغلان کې د پیښو سره د مبارزي رییس، محمد نصیر کهزاد وايي، د مرستې رسونې ډلې په وخت د پیښې ځای ته رسیدلي دي او وروسته له هغې چې یې د تلفاتو اندازه معلومه کړي؛ د سیمې خلکو ته یې لازمې مرستې په نظر کې نیولي دي.