متحد ایالاتو د قرغې په تفریح ځاي کې پر سپوږمۍ هوټل د وسله والو حمله غندلي ده. دا پر ملکیانو په تیره پر ماشومانو او ښځو باندې وروستي تر ټولو مرګونه حمله وه.
په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا په دې اړه په خپره شوې اعلامیې کې راغلي؛ د برامته شویو کسانو د ژغورنې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د حملې ستاینه شوې ده.
راپورونه وايي، په دې پیښه کې افغان ځواکونو او د هوټل ساتونکو خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی و او د هوټل میلمانه او ملکي کسان چې ماشومان او ښځې په کې وو وژغورل.
افغان مقامات وايي، د طالبانو په دې حمله کې چې دولس ساعته یې دوام وکړ؛ لږ تر لږه شل تنه وژل شوي دي.
طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي؛ چې بهرنیان او بډایه افغانان د قرغي په بند کې د عیاشۍ محفلونه جوړوي.