د کابل ښار په قرغه کې وسله واله نښته له ۱۲ ساعتونو وروسته پای ته ورسېده

د کابل ښار د قرغې سیمې په سپوږمۍ هوټل کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ نښته له ۱۲ ساعتونو وروسته پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې په دې نښته کې درې تنه ملکیا او یو تن پولیس وژل شوي دي.

خو د صدیقي په وینا، ښايي تلفات له دې هم واوړي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وسله وال، چې شاوخوا اوه تنه وو، بېګاه یې یوولس بجې د شپې پر سپوږمۍ هوټل برید وکړ.

طالب وسله والو د دغه برید مسوولیت منلی دی.