عربي ټولنې نن له روسیې وغوښتل چې سوریې ته د وسلو ورکول بس کړي

عربي ټولنې یا عرب لیګ نن له روسیې وغوښتل چې سوریې ته د وسلو ورکول بس کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر حُمص او د هغه پرشاوخوا د سوریې د حکومتي ځواکونو د حملې له کبله د ګیر پاتې شویو ملکیانو د ژغورلو لپاره د سره صلیب هڅې له خنډ سره مخامخ شوي دي.

د عربي ټولنې مرستیال عمومي رييس احمد بن حیلي په یوه مرکه کې د دې غوښتنې تر څنګ د عربي ټولنې او ملګروملتو د استازي کوفي انان په ماموریت کې د بدلون غوښتنه وکړه، ویې ویل چې د سویې په خبرو کې دې ایران هم ورګډ کړي.