د کورنیو چارو وزارت: په څو بیلابېلو عملیاتو کې مو ۲۰وسلوال مخالفین وژلي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وایي، چې په يو شمېر ولايتونو کې يې په څو بېلابېلوعملیاتو کې د دولت ٢٠ وسلوال مخالفين وژلي دي.

د کورنيو چارو وزارت نن په یوه رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وسلوال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کابل ، ننګرهار ، لغمان ، کندهار، هلمند ، زابل ، ارزګان ، لوګر ، پکتيا او فراه ولايتونو په اړوندو سیمو کې وژل شوي دي.

خو طالبان خپله مرګ ژوبله ردوي او دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.