په فاریاب کې سیلابونو لږ تر لږه دولس کسه وژلي

په فاریاب کې چارواکي وایي، چې سیلابونو لږ تر لږه دولس کسه وژلي او څلور نور یی له ځانه سره وړېې دي.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وایي، چې پرون مازیګر سختو ورښتنو د المار ولسوالۍ په قرايي سیمه کې سیلابونه را و ویستل.

دغو سیلابونو ځیني کورونه هم نړولې او د المار د ولسوال په وینا شاوخوا شپاړلس کسان د نړېدلو کورونو لاندې بند پاتې دي.