افغان ولسمشر د فساد په وړاندې مبارزه کې د ۳ ګونو قواو ترمنځ په همکارۍ ټینګار وکړ

افغان ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د فساد په وړاندې د مبارزې او د ښې حکومت دارۍ لپاره د درې ګونو قواو ترمنځ په همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي، چې نن یي د افغان دولت د درې ګونو قواو ترمنځ ګډه غونډه پرانیستله وویل، چې نړېواله ټولنه هم باید د فساد پرضد په مبارزه کې همکاري وکړي.

دا غونډه د ولسمشر کرزي په سپارښتنه جوړه شوې وه، چې اساسي هدف یی په هېواد کي د ښه حکومت دارۍ رامنځ ته کول او د فساد پر ضد مبارزه وه.

په دې غونډه کې د ملي شورا د دواړو جرګو د غړو ترڅنګ د اجرايّیه او قضایه قوو چارواکو هم ګډون کړې وو.