اسراییلو پر ایران د لویدیځ د زیاتو اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه

اسراییل وروسته تردې چې د لویدیځ او ایران ترمنځ د تهران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې، پر ایران د لویدیځ د زیاتو اقتصادي بندیزونو غوښتنه وکړه.

د اسراییل د صدراعظم مرستیال شاول موفاز په واشنګټن کی د امریکا له بهرنیو چارو وزیری هیلري کلینتن سره له خبرو وروسته په دې اړه یو بیان خپور کړ.

هغه همداراز وویل، دی ته اړتیا ده چې پر نورو انتخابونو هم غور وشي.